هانا ارينډ
هانا ارينډ (۱۴ اکتوبر ۱۹۰۶ – ۴ ديسمبر ۱۹۷۵ز کال) يوه سياسي فيلسوفه، ليکواله او د هالکوکاسټ څخه خوندې پاتې شوې وه. د هغې فعاليتونو د شلمې او يو وېشتمې پېړۍ پر سياسي مفکرينو اغېز درلود.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۳] [۳۷]
ارينډ د «هانوير» په «لينډن» ولسوالۍ کې په ۱۹۰۶ز کال کې زېږېدلې وه، کورنۍ يې يهودي مذهبه وه. کله چې هغه درې کلنه وه، کورنۍ يې د ختيځې پروشيا پلازمېنې «کونيګزبرګ» ته وکوچېده، تر څو هلته يې د پلار د «سوفيليس» ناروغۍ درملنه وشي. (سوفيليس يو ډول ناروغي ده چې په بدن د دانو په شکل راڅرګندېږي). د هغې پلار «پال ارينډ» په ځوانۍ کې په دې نارغۍ اخته شوی و او ګومان کېږي چې د «ارينډ» د زېږېدو پر مهال مخ په کمېدو وه. کله چې هغه اووه کلنه وه، پلار يې مړ شو. ارينډ په يوه سياسي پرمختګيزې لادينه کورنۍ کې راستره شوې وه. مور يې د ټولنپالو ديموکراتانو لېواله ملاتړې وه. په برلين کې د خپلو ثانوي زده کړو له بشپړولو وروسته، هغې د «مارټين هيډګر» تر سرپرستې لاندې د «ماربرګ» په پوهنتون کې زده کړې وکړې او له مارټين سره يې يوه لنډه معاشقه هم درلوده. هغې په ۱۹۲۹ز کال کې د «هيډلبرګ» په پوهنتون کې د وجودي فيلسوف «کارل جاسپر» تر څارنې لاندې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ او د «مينه او سينټ اګوسټاين» پر موضوع يې لیکنه وکړه.
هانا ارينډ په ۱۹۲۹ز کال کې له «ګوتر سټيرن» سره واده وکړ، خو ډېر ژر د ۱۹۳۰ز ليسزې په اوږدو کې په نازي المان کې له مخ پر وده د يهودو پر ضد توپيري چلند سره مخ شوه. په ۱۹۳۳ز کال کې، اډولف هيټلر واک په لاس کې واخيست، ارينډ د لنډ وخت لپاره د ګيسټاپو (ګيسټاپو د نازي المان پټ پوليس و) له خوا ونيول شوه او بندۍ شوه، تور پرې پورې شو چې په ناقانونه ډول يې په نازي المان کې د يهوديانو د ځورولو په اړه څېړنې کړې دي. له خوشې کېدو وروسته هغه له المان نه وتښتېده او په چيکوسلواکيا او سويټزرلينډ کې اوسېده، وروسته په پاريس کې مېشته شوه. دلته يې د «يوت اليا» (د يهودو يو سازمان و) لپاره کار کاوه، له يهودي ځوانانو سره يې مرسته کوله چې د بریتانيې تر واک لاندې فلسطين ته کډه شي. په ۱۹۳۷ز کال کې يې له «سټيرن» طلاق واخيست او په ۱۹۴۰ز کال کې يې له «هينريش بلوچر» سره واده وکړ، خو کله چې په ۱۹۴۰ز کال کې المان فرانسه ونيوله، فرانسويانو هغه د يوې بهرنس په نوم ونيوله، سره له دې چې په ۱۹۳۷ز کال کې يې خپل المانی تابعيت خوشې کړی و. هغه وتښتېده او په ۱۹۴۱ز کال کې وتوانېده چې د پرتګال له لارې متحده ايالاتو ته ورسېږي. هغه په نيويارک کې مېشته شوه او د پاتې عمر لپاره يې همدا استوګنځای وګرځېد. هغه ليکواله او مصححه شوه او د یهودي کلتور بيارغونې لپاره يې کار وکړ، په ۱۹۵۰ز کال کې يې امریکايي تابعيت واخيست. په ۱۹۵۱ز کال کې د «د شموليت اصليت» په خپرولو سره، هغه د يوې مفکرې او ليکوالې په توګه مشهوره شوه او له دې وروسته يې يو لړ نور کارونه وکړل. په دې آثارو کې يې په ۱۹۵۸ز کال کې د انسان حالت او تر څنګ يې په ۱۹۶۳ز کال کې «ايچمان په يروشلم کې» او «د انقلاب په اړوند» آثار هم شامل دي. هغې په ډېرو امريکايي پوهنتونونو کې تدريس وکړ، په داسې حال کې چې د ټاکلې مودې لپاره يې دنده وانه اخسته. هغه په ۱۹۷۵ز کال کې په نهه شپېته کلنۍ کې په ناڅاپي ډول د زړه د حملې له امله مړه شوه او خپل وروستی اثر «د ذهن ژوند» يې ناچاپه پرېښود.
د هغې په آثارو کې ډېر موضوعات رانغښتي دي، خو هغه د ځواک او شر د طبيعيت په اړوند د خپلو څېړنو له امله شهرت لري، تر څنګ يې د سياست، نېغ په نېغه ولسواکۍ، واکمنۍ او شموليت په اړه هم لیکنې کړې دي. په عامه اذهانو کې نوموړې د «اډولف ايچمان» د محاکمې په اړوند د مخالفت له امله يادېږي، هغې هڅه وکړه چې تشرېح کړي چې عادي خلک څه ډول په مطلق العنان نظام کې فعال شول، کومه چې ځينو يوه «اپولوجيا» بلله (اپولوجيان له خپل اند يا عمل څخه لیکلې دفاع ته ويل کېږي)، همدا راز د «د بدۍ پابندۍ» جملې له امله يې هم شهرت موندلی. د هغې د فکر لپاره د وقف شويو مجلو او ادارو له خوا د هغې يادونه کېږي، د سياسي فکر لپاره د هانا ارينډ جايزه او د نورو تر څنګ په ټاپو، د کوڅو نومونو او ښوونځیو په نومونو سره هم د هغې ياد ژوندی ساتل شوی دی.
د ژوند لومړي وختونه او زده کړه (۱۹۰۶-۱۹۲۹ز کلونه)
[سمول]کورنۍ
[سمول]هانا ارينډ په ۱۹۰۶ز کال کې زېږېدلې وه، اصلي نوم يې «جوانا ارينډ» و، د هغې کورنۍ يوه ارامه و لوستې، آزادخياله الماني يهودي کورنۍ وه چې د هانا د زېږون پر مهال د ويلهيلماين المان د پروشيا په لينډن کې مېشته وه (اوس دا سيمه د هانور برخه ده). د هغې کورنۍ د روسيې سوداګر وو چې د ختيځې پروشيا له پلازمېنې «کونګيسبرګ» څخه راوتلې وه. د ارينډ نيا او نيکه هلته د يهودي سمون د ټولنې غړي وو. د هانا پلرنی نیکه «ماکس ارينډ» (۱۸۴۳-۱۹۱۳) يو پېژندل شوی سوداګر، سیمه ييز سياستوال، د کونيګسبرګ د يهودو د ټولنې یو مشر او د «Centralverein deutscher Staatsbürger jüdischen Glaubens» (د المانياني يهوديانو لپاره مرکزي سازمان) غړی و. د دې سازمان د نورو غړيو په څېر هغه هم خپل ځان په لومړي سر کې المانی باله، صهيونيستي فعاليتونه يې رد کړل، د ځوان «کورت بلومينفيلډ» (۱۸۸۴-۱۹۶۳ز کلونه) په څېر، څوک به چې د دوی کور ته زيات راته او بيا د هانا پالونکی شو. د ماکس ارينډ د بچيانو له ډلې، پال ارينډ (۱۸۷۳-۱۹۱۳ز کلونه) انجنير و او «هينريټ ارينډ»(۱۸۷۴-۱۹۲۲ز کلونه) يو پوليس و چې بيا يې ټولنيز کارونه پيل کړل.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
هانا د پال او مارتا ارينډ (née Cohn) (۱۸۷۴-۱۹۴۸ز کلونه)يواځينی بچی و، دوی د ۱۹۰۲ز کال د اپريل په يوولسمه نېټه واده کړی و. د هغې نوم د هغې د پلرنۍ نيا په نوم اېښودل شوی و. د هغې نيا «کونز» په اصل کې د نژدې روسي ځمکې (چې اوس لتوانيا ده) څخه کونيزګسبرګ ته په ۱۸۵۲ز کال کې د يهودي ضد فعاليتونو له امله د کډوالې په توګه راغلې وه او دلته يې د چايو د واردونکو په توګه کار پيل کړ؛ د دوی شرکت «جی.اين.کون شرکت»په ټول ښار کې تر ټولو ستر سوداګريز شرکت وګرځېد. دا کورنۍ يوه پېړۍ مخکې له روسيې څخه المان ته رسېدلې وه. د هانا په پراخه کورنۍ کې ډېرې نورې ښځې هم وې چې ميړونه او بچيان يې له لاسه ورکړي وو. د هانا مور او پلار زيات لوستي وو او د هغې د نيا او نيکه په پرتله په سياست کې ډېر چپ لور ته مايل وو. دا ځوانه جوړه پر ځای د دې چې د الماني ديموکراتيګ ګوند غړي شي، له کوم څخه چې د هغه مهال ډېرو ملاتړ کاوه، د ټولنيز ديموکراتيک غړيتوب يې خپل کړ. پال ارينډ په البرټاين (د کونيګزبرګ پوهنتون) کې زده کړې کړې وې. که څه هم د يو انجنير په توګه يې کار وکړ، له کلاسيکو سره په خپله مينه يې وياړ کاوه. هغه يو ستر کتابتون راټول کړی و چې هانا په هغې کې ورکه وه. «مارتا کون» يوه موسيقاره وه او په پاريس کې يې درې کاله زده کړې کړې وې.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
د دوی د واده په لومړيو څلورو کلونو کې، دا کورنۍ په برلين کې واوسېده، چېرې چې دوی له سوسياليستي مجلې « Sozialistische Monatshefte» څخه ملاتړ کاوه. د هانا د زېږون پر مهال، د برېښنايي انجنيرۍ يوه شریک «پال ارينډ» ته په لينډن کې دنده ورکړه او دلته دوی د مارکيټ څلور لارې (Marktplatz) په يو لرګين کور کې اوسېدل. د ارينډ کورنۍ په ۱۹۰۹ز کال کې يو ځل بيا کونيګزبرګ ته کډه شوه، ځکه چې د پال روغتیايي حالت ډېر خرابه و. د هانا پلار د «سايفيليس» له مزمنې ناروغۍ ځولرېدو او په ۱۹۱۱ز کال کې د کونيګزبرګ په رواني روغتون کې بستر کېدو ته اړ شو. د کلونو لپاره هانا اړ وه چې د پيداښتي سايفيليس ناروغۍ WR معاینات وکړي. هغه د ۱۹۱۳ز کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه مړ شو، په داسې حال کې چې هانا اووه کلنه وه او مور يې د هغې پالنه پيل کړه. دوی په « Tiergartenstraße 6» د هانا د نیکه په کور کې و اوسېدل، کوم چې له کونيګزبرګ ټيرګارټين سره نژدې يوه ښېرازه کوڅه وه، دې سيمې په «هوفن» کې موقعيت درلود چې تر ډېره په کې يهوديان ميشت وو. که څه هم د هانا مور او پلار غیر مذهبيان وو، دوی خوشحاله وو چې ماکس ارينډ هانا د يهوديانو عبادت ځای ته بوځي. هغې همدا راز له يهودي مذهبي حاخام «هرمن وګيلسټاين» څخه مذهبي زده کړې تر لاسه کړې، څوک چې د همدې موخې لپاره د هغې ښوونځې ته راته. په همدې وخت کې کشرې هانا ټينګار کاوه ،چې کله پېغله شي، نو هيله لري چې له همدې حاخام سره واده وکړي. د هغې کورنۍ په داسې دايرو کې په خوځښت وه چې ډېر پوهان او مسلکيان په کې وو. دا د لوړو معيارونو او ارمانونو يوه لوړه ټولنيزه دايره وه.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11850391X — خپرېدونېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118890622 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6r78w8f — subject named as: Hannah Arendt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2968 — subject named as: Hannah Arendt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ subject named as: Hannah Arendt — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=1154 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/arendt-hannah — subject named as: Hannah Arendt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0004946.xml — subject named as: Hannah Arendt — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2549 — subject named as: Hannah Arendt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/37607 — subject named as: Hannah Arendt
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/9361 — subject named as: Hannah Arendt — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=3651 — subject named as: Hannah Arendt — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2263 — subject named as: Hannah Arendt
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000008455 — subject named as: Hannah Arendt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/11850391X — خپرېدونېټه: ۱۳ مې ۲۰۲۴
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Women in Resistance ID: https://www.frauen-im-widerstand-33-45.de/biografien/biografie/arendt-hannah — خپرېدونېټه: ۲۷ جولای ۲۰۲۴
- ↑ Women in Resistance ID: https://www.frauen-im-widerstand-33-45.de/biografien/biografie/arendt-hannah — خپرېدونېټه: ۲۸ جولای ۲۰۲۴
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/zw9cd68h2n057tv — خپرېدونېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۱ فبروري ۲۰۱۳
- ↑ http://www.nytimes.com/1982/04/25/books/a-woman-of-this-century.html
- ↑ https://hac.bard.edu/amor-mundi/is-hannah-arendt-a-jewish-thinker-2013-04-12
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n50023617 — خپرېدونېټه: ۲۲ مې ۲۰۲۴ — خپروونکی: کانګرس کتابتون
- ↑ پیوستون : 11850391X — خپرېدونېټه: ۲ اپرېل ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ليکوال: Glenn H. Utter — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — نسخهدوهم — خپروونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-31957-0
- ↑ http://www.nndb.com/event/582/000051429/
- ↑ http://www.nytimes.com/2005/03/21/books/21zine.html?pagewanted=print&position=
- ↑ http://www.nytimes.com/2005/08/15/arts/15conn.html
- ↑ https://www.nytimes.com/books/00/03/26/specials/mccarthy-arendtlet.html
- ↑ http://www.smh.com.au/entertainment/movies/hannah-arendt-review-brave-attempt-to-get-inside-the-mind-of-a-complex-thinker-20140312-34mih.html
- ↑ http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/0305569790050102
- ↑ http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/0305569790050102 — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/10163299
- ↑ ليکوال: Diané Collinson — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — ISBN 978-0-415-06043-1
- ↑ "Arendt". انګليسي ژبې امريکايي ميراث قاموس (پنځم ed.). هارپېرکولينز. بياځلي په 30 June 2019.
- ↑ ۳۳٫۰ ۳۳٫۱ Collins 2012.
- ↑ "Arendt". Collins English Dictionary. HarperCollins. بياځلي په 30 June 2019.
- ↑ کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
- ↑ مېريام وېبسټر Arendt
- ↑ Duden 2015، م. 199.
- ↑ Heller 2015، مم. 33–34.
- ↑ Wood 2004.
- ↑ LoC 2001.
- ↑ Young-Bruehl 2004، مم. 8–9.
- ↑ Riepl-Schmidt 2005.
- ↑ Gould 2009، م. 65.
- ↑ Young-Bruehl 2004، مم. 5–7.
- ↑ Geni 2018.
- ↑ McGowan 1998.
- ↑ Young-Bruehl 2004، م. 17.
- ↑ Young-Bruehl 2004، مم. 10, 16, 26.
- ↑ Berkowitz 2013.
- ↑ Young-Bruehl 2004، م. 22.
- ↑ Young-Bruehl 2004، م. 5.
- ↑ Young-Bruehl 2004، م. 13.
- ↑ Young-Bruehl 2004، م. 27.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1975ز مړينې
- 4 ډيسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P140
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P512
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1066
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره